فرهنګ

دمس عينک له لرغونو ساحو څخه د درې اړخيزې عکس اخيستنې کار پاى ته ورسيد

کابل باخترد لړم د مياشتې  ٢٦ :
دلوګر ولايت دعينکو دمسودکان  دلرغونو ساحو درې اړخيز عکسونه نن په   يوه غونډه کې داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت مسوولينو ته وښودل شول.
دباخترآژانس دخبريال دخبرله مخې :  ددرې اړخيزې عکس اخيستنې دکار  قرارداد پخوا  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت    اود فرانسوۍ موسسې  آيکونيم   له   خوا لاسليک شوى و.
په دې غونډه کې   داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت   سرپرست ډاکترکمال سادات وويل  چې دغه تصويرونه  دعينکو دمسو دکان له لرغونو او تاريخي ساحو څخه اخيستل شوي دي  او دهېواد له لرغونپوهانو سره ددغو ساحو په مشخص کولو کې  مرسته کوي.
دغه راز په دې غونډه کې  چې  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت   دفرهنګ او هنر معينيت سرپرست  ديپلوم مهندس عبدالاحد عباسي  ، دلرغونپوهنې رئيس عبدالقدير تيموري ، دملي موزيم رئيس محمد فهيم رحيمي  ،دکانونو او پطروليم  وزارت  ، د آيکونيم موسسې  او ديونسکو استازو هم برخه لرله دغه عکسونه دايکونيم موسسې  داستازي له خوا نندارې ته وړاندې شول .
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دلرغونپوهنې رئيس څرګنده کړه  چې دغه درې اړخيز تصويرونه دعينکو دمسو دکان دساحې  هغه غيرمنقول اثاروهغه ساحې   چې دلوګر ولايت  په محمداغه ولسوالۍ کې  نوي موزيم ته وليږدول شي مشخص کوي.
ده زياته کړه  چې دغه راز دغه تصويرونه به  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دلرغونپوهنې رياست په آرشيف  کې دعينکو دمسو دآثارو معتبر سندونه وي.

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته