امنیت

٨٧ تنه وسله وال طالبان دهلمند ولايت دګرشک او واشير دولسواليو په مربوطاتو کې ووژل شول .

کابل باختر د ليندى ديرشمه :
په هملند ولايت کې دملي اردو ميشت امنيتي ځواکونه وايي چې ددغه ولايت دګرشک او واشير په ولسواليو کې دعملياتو په بهير کې  ٨٧ تنه وسله وال طالبان وژل شوي دي .
  په هملند کې د ٢١٥ ميوند قول اردو وياند محمد رسول  ځاځي دباختراژانس خبريال ته وويل چې وسله والو طالبانو دګرشک  ولسوالۍ په خړ نيکه سيمه کې په امنيتي  پوستو ډله ئيز بريدونه وکړل .
ده زياته کړه چې وسله وال مخالفين دملي اردو دځواکونو له سخت غبرګون سره مخامخ شول او ددواړو لورو ترمنځ جګړه کې ٢٩ تنه وسله وال مخالفين وژل شوي دي .
  ځاځي دغه راز وويل چې په واشير  ولسوالۍ کې دوسله والو مخالفينو  ډله ئيز بريدونه په شا وتمبول شول اوپه هغې جګړه کې چې ددواړو لورو ترمنځ ونښته ٥٨ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې ددغو عملياتو په بهير کې  دطالبانو يوه اندازه جنګي وسايل هم دملي اردو دځواکونولاس ته ورغلي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته