سیاست

دجمهور رئيس د ډاډګيرنې او خواخوږۍ پيغام

کابل  باختر دوري دمياشتې ٣٠ :
د افغانستان داسلامي جمهوريت د جمهور رئيس محمد اشرف غني د  ډاډ ګيرنې او همدردۍ پيغام
په  ژورې  خواشينۍ او خپګان سره مو خبر ترلاسه کړ  چې  د هېواد يو مطرح  داستان ليکوونکى او  دولتي چارواکى  عبدالکريم ميثاق دهغې  ناروغۍ له امله چې ورپيښه  شوې وه دغربت په  ټاټوبي کې وفات شوى دى .
ارواښاد عبدالکريم ميثاق  چې دماليې دوزير او کابل ښاروال په توګه هم  دنده ترسره کړې ده  دافغانستان  يو سابقه لرونکى فرهنګي اوليکوال و .
ده دخپل عمر زيات کلونه  ليکوالۍ ته وقف کړل   او دافغانستان دفرهنګ او ادبياتو  دپرمختګ  په لاره کې يې  هلې ځلې وکړې  ، د ده خدمتونه دقدر وړ  او مړينه يوه ضايعه ده .
دخپلې ډاډګېرنې او همدردۍ مراتب دده  کورنۍ او دوستانو  ، ليکوالو  او دهېواد  فرهنګي ټولنې ته وړاندې کوم   او دلوى  خداى  ج له  دربار څخه ارواښاد ته دفردوس جنت اوپاتې کسانو ته يې  داجر او صبر هيله کوم .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته