سیاست

ضرار احمد عثماني دفيجي له نااستوګن سفير سره وکتل .

کابل باختر د ثور  لسمه :
دبهرنيو چارو وزير ضرار احمد عثماني نن دفيجي جمهوريت له نااستوګن سفير يوګيش جي کرن سره وکتل .
دبهرنيو چارو  وزارت  دويندي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ په دې کتنه کې دواړو لورو ددواړو هيوادونو ترمنځ په سياسي اقتصادي او فرهنګي ساحوکې ددوستانه اړيکو دپراختيا په باب خبرې وکړې .
ددغې کتنې په پيل کې دبهرنيو چارو وزير څرګنده کړه دافغانستان داسلامي جمهوريت او دفيجي جمهوريت ترمنځ ددوستانه  اړيکو دپياوړتيا لپاره زيات فرصتونه شته او دافغانستان اسلامي جمهوريت چمتو دى چې له فيجي  جمهوريت سره دسياسي  اړيکو دټينګښت لپاره په نړيوالو غونډو کې ددغه هيواد ملاتړ وکړي .  په مقابل کې دفيجي جمهوريت نااستوګن سفير وويل دفيجي جمهوريت مقاماتو ته دفرهنګي مشترکاتو او نورو اړيکو په  پام کې نيولو سره په بيلابيلو ساحوکې دافغانستان له اسلامي جمهوريت سره ددوستانه اړيکو پياوړتيا ضروري بلل کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته