سیاست

دسترې محکمې عالي شورا په فوق العاده توګه غونډه وکړه .

کابل – باختر د مرغومي دمياشتې ٤
دسترې محکمې دعالي شورا فوق العاده غونډه نن دسترې محکمې د رييس قانونپوه سيد يوسف حليم په مشرۍ جوړه شوه.
دسترې محکمې دخپرونو رياست باختر اژانس ته خبر ورکړ.
شورا لومړى دولسي جرګې په غړي معلم ميرولي په شخصي کور وروستي تروريستي بريد چې د ده کورنۍ دځينو غړو دشهادت او ټپي کيدو او هم دولسي جرګې دغړي عبيدالله بارکزي د زوى دشهادت سبب شو ،په کلکه وغانده او دلوى خداى (ج) له دربار څخه يې هيله وکړه چې شهيدانو ته دفردوس جنت او ټپيانو د بيا روغتيا او کورنۍ ته يې دجميل صبر ور په برخه کړي.
شورا وروسته ديو شمير هغو ځوانو قاضيانو دمسلکي پوهې دکچې دلوړولو او دعملي تجربو دترلاسه کولو په موخه چې د خبريالانو په توګه دسترې محکمې په ديوانونوکې دندې ترسره کوي،وپتيله چې په ديوانونو کې دې د دوى دندې پاى ته ورسول شي او دکابل ښار په حوزوي ابتداييه محکمو کې موظف شي.
دغه راز دکابل استيناف محکمې رياست مکلف کړاى شو چې په ټوليزه توګه دې په ابتداييه او استيناف کچو کې دخدمتي قاضيانو دکاري اجرااتو په باب مياشت په مياشت سترې محکمې ته رپوټ وړاندې کړي.
وروسته دقاضي دتوقيف ،قاضي ته دندې له امله درامنځته شوي جرم دانتساب او د پلټنې دفعاليتونو په نتيجه کې دقاضي دمحاکماتي مسووليتونو په باب دقضايۀ قوې دتشکيل او صلاحيت دقانون د (٣١) مادې د درې ګونو فقرو په برخه کې دسترې محکمې دتدقيق او مطالعاتو دلوى رياست دنظر په باب غور وشو او تدقيقي نظريه دسترې محکمې دعالي شورا دغړو قضاوتپوه ډاکتر عبدالملک کاموي، قضاوتپوه براتعلي متين او قضاوتپال محمد زمان سنګرى په ګډون درې کسيزې کميټې ته وړاندې شوه چې داساسى قانون دحکمونو په رڼا کې په دې باب غور وکړي او خپل نظر دې دعالى شورا يوې راتلونکي غونډې ته وړاندې کړي.
وروسته دځينو رسيدلو استهداګانو په باپ غور او څيړنه وشوه او دجمهوري رياست دعالي مقام دمجازاتو دبخښنې او تخفيف د دوو فرمانونو دقوت او اعتبار په باب دلوى څارنوالۍ د ادارې داستهدايې په باره کې چې توپيري حکمونه لري ، څرګنده شوه چې مستهدي مرجع کولاى شي په دې برخه خپله ملاحظه او ستونزه دفرمان له صادرونکي مرجع سره طرحه او حل کړي.
په همدې ترتيب دکارکوونکو درخصتيو دورکولو په وخت کې دکاري ورځو د ټاکنې او تثبيت په باب د آريانا افغان هوايي شرکت داستهدا او هم دبهرنيو چارو وزارت دبشري منابعو د رياست ديوه کارکوونکي دخدمت دورځو دسنجش دڅرنګوالي په اړوند ددغې ادارې داستهدايې په باب څرګنده شوه چې دعدليې وزارت دقانون جوړولو او دعلمي تحقيقاتو دچارو دانستيتوت په اساسنامه کې دليکل شويو حکمونو له مخې ،په تقنيني سندونو کې توضيح ،تشريح اود ابهام له منځه وړل ددغې ادارې له دندو څخه دى .
له دې امله استهداکوونکى مراجع کولاى شي خپلې استهداګانې دغې مرجع ته وليږي.
دغه راز د عدلي او قضايي ارګانونو په تثبيت دماشومانو داصلاح او روزنې دمرکزونو دعالي شورا دهغو سپارښتنو په باب چې ددغې شورا په يوه غونډه کې تصويب شوي دي ، تجويز ونيول شو چې دماشومانو دابتداييه محکمې رييسه هما عليزوى دى چې په دې غونډه کې برخه لرله په هر اړخيز ډول ددغه تجويز دهدفونو او مقصدونو دبيانولو په موخه ،دعالي شورا په راتلونکي غونډه کې ګډون وکړي.
سربيره پر دې عالي شورا دجزايي اجرااتو دقانون دحکمونو په رعايتولو سره دسترې محکمې د ديوانونو ځينې وروستۍ جزايي دوسيې هم وڅيړلې او هغو په باب يې له هر اړخيز تدقيق او څيړنې وروسته لازم تصميمونه ونيول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته