امنیت

شپاړلس تنه طالبان په فارياب کې ووژل شول .

کابل باختر د مرغومي اتمه :
شپاړلس تنه  وسله وال طالبان  په فارياب کې ووژل شول .
   دفارياب ولايت  دامنيې قوماندانۍ وياند باختراژانس ته وويل؛  دافغان پوځيانو په هوايي عملياتو کې چې تيره شپه    دفارياب  دقيصار او دشيرين تګاب په ولسواليو کې دطالبانو په سنګرونوترسره شول شپاړلس تنه  طالبان ووژل شول .
خبرځاى  وويل چې   په دې هوايي عملياتو کې اته تنه طالبان ټپيان شول او ددوى جنګي وسايل ا و ليږدوني وسايط هم  ويجاړ شو ل .
  په دې وروستيو وختو کې په فارياب ولايت کې  دپوځيانو له خوا هوايي او ځمکني عمليات زور موندلې دى ا و طالبانو ته دسرزيانونه هره ورځ زياتېږي . ځکه دفارياب  اوسيدونکو په تيره بيا  بيځايه شوي کسان له دولت څخه دسولې دتامينولو غوښتوونکي دي . 
  ختم_  سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته