کابل، د غوايی ۲ مه، باختر
د بدخشان امنیتي مسوولین وايي، چې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې په تېره یوه میاشت کې د ترافیکي پېښو له امله ۵۰ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د بدخشان د امنیې قوماندانۍ ویاند احسان الله کامګار د باخترآژانس خبریال ته ویلي چې د روان کال په تېره میاشت کې د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې ۲۰ ترافیکي پېښې رامنځته شوي، چې له امله یې د ښځو، ماشومانو او نارینه وو په ګډون ۲۲ تنه وژل شوي او ۲۸ تنه نور ټپیان شوي دي.
نوموړي په یاد ولایت کې د ترافیکي پېښو د زیاتوالي لامل د موټرچلوونکو بې احتیاطي بللې ده.
هغه له موټر چلوونکو څخه غوښتي چې ترافیکي اصولو مراعات کړي او له سرغړونکو سره به قانوني چلند وشي.