ورزش

ال جي او کوهستان خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه

کابل- باختر د ثور دمياشتې ٦
د هرات د فوتسال د غوره ليګ د سياليو په دوام پرون مازيګر د (ال جي) او د کهسان ټيمونو خپلو سيالانو ته ماتې ورکړه.
د هرات د ورزشي آمريت مرستيال ضياالحق ضيا نن دباختر آژانس خبريال ته وويل: په لومړۍ لوبه کې د ال جي ټيم د دوو په وړاندې په اوو سره د ابو الوليد ټيم ته ماتې ورکړه.
په بله لوبه کې د کهسان ټيم د دوو په وړاندې په يوولسو سره د اتحاد په ټيم بريالى شو.
دغه سيالۍ د شپاړلسو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي چې په دوام يې سبا د شهيد بلخي ټيم د آمو له ټيم سره او د ميلاد ټيم د آريانا له ټيم سره سيالي کوي.
ديوبل خبرله مخې:
د هرات د فوټبال د غوره ليګ سياليو د تګ په پړاوکې پرون مازيګر په يوې لوبې سره دوام وکړ.
په دې لوبه کې د آمو ټيم د دوو په وړاندې په دريو سره د انصاري ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ د اتو ټيمونو ترمنځ په هرات کې پيل شوې دي چې په دوام يې نن د صرافانو ټيم د اتفاق له ټيم سره لوبه کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته