کابل باختر دوري څوارلسمه :
په ازرګان ولايت کې دطالبانو په ډلې پورې دتړلو کسانو دډزو له امله دوه تنه ماشومان ټپيان شول .
دغه پيښه پرون ناوخته دچارچينو دولسوالۍ بازار ته څيرمه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې موټر سايکل سپرو يرغلګرو دسيمې په خلکو ډزې وکړې او وتښتيدې .
دارزګان ولايت يوسيمه ئيز مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل چې ددغو ډزو له امله دوه تنه ماشومان ټپيان شول .
ده وويل امنيتي ځواکونو ديرغلګرو طالبانو دپيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړى دى .
په همدې حال کې دارزګان ولايت ديو روغتون ډاکترانو ديو ټپي ماشوم روغتيايي حالت خراب بللى دى .
1 د یوې دقیقې څخه لږ