اقتصاد

د واټونو د ترميمولو او د کالونو د پاکولو پروژې بشپړې شوې

کابل – باختر دليندۍپنځه ويشتمه :
دکاپيسا ولايت په مربوطاتوکې د١٤٠ کيلومترو په اوږ دوالې، څو فرعي سړکونه ترميم او د٢٢ کيلومترو په اوږدوالې د اوبو لګولو کانالونه پاک شول.
دکاپيسا ولايت دکليو د بياجوړولو د پراختيا رييس حيات الله فرهنګ باختر آژانس ته وويل: دغه پروژې د خوراکي توکو د ويشلو په بدل د٢٢١٤ تنو کارګرانو له خوا د دغه ولايت دمرکز په ځينو ساحوکې بشپرې شوې دي.
ده وويل: په کارګرانو د توکو د ويشلو کارنن پيل شو.
د کاپيساولايت دکړنې شورا د پرمختيا رييس محمد ملنګ وويل: په هرکارګر پنځوس کيلوګرامه غنم ، څلورکيلوګرامه غوړي، شپږ کيلوګرامه دال نخود او يوه اندازه مالګه ويشل شوې ده.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته