روغتیا

په تېرو ٢٤ ساعتو کې دکرونا ويروس ١٩٠ نوې پېښې په هېواد کې ثبتې شوي دي .

کابل / دثور ١٥مه /باختر :
دعامې روغتيا وزارت  دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو معين  ډاکټر وحيد مجروح نن په يوه خبري غونډه کې وويل  چې په تېرو  ٢٤ ساعتو کې د ٤٩٨مشکوکوسمپلونوله جملې څخه  دکرونا ويروس   ١٩٠ مثبتې پېښې  په هېواد کې ثبتې شوي دي .
  دباختراژانس دخبريال دخبرله مخې ،  دعامې روغتيا وزارت دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو معين په دې خبري غونډه کې  په هېواد کې دکرونا ويروس  دخپرېدو دپراختيا دوروستيو جزيياتو او په دغه ويروس  داخته کسانو دشمېر په باب معلومات ورکړل او ويې ويل  چې  په تېرو ٢٤ ساعتو کې  په هېواد کې دکرونا ويروس   ١٩٠ مثبتې پېښې  ثبتې شوي دي چې په دې سره په هېواد کې   په کروناويروس داخته کسانو شمېر ٢٨٩٤تنو ته ورسېد .
هغه څرګنده کړه چې له دې جملې څخه  ٢٤ پېښې په کابل ، ٣٠ پېښې په هرات ،  ٢٥ په قندهار ، ١٧ پېښې په بلخ ، ٤١ پېښې په پکتيا ،  ١٣ پېښې په ننګرهار ، ٦١ په نيمروز ،  ١٩ پېښې په لغمان ، ٩ پېښې په سمنګانو،  دوه پېښې په پکتيکا ، درې پېښې په  زابل ، ٥ پېښې په کونړ ، ٦ پېښې په سرپل ،  ٦١ په خوست او يوه پېښه  په روزګان کې ثبته شوې ده .
هغه زياته کړه  په تېرو ٢٤ ساعتو کې په کرونا ويروس   ٥٢ اخته کسان روغ شوي دي  او پنځه تنه نور مړه شوي دي .
دعامې روغتيا وزارت دروغتيايي خدمتونو دوړاندې کولو معين څرګنده کړه  چې اوس هم په کابل ولايت کې دکرونا ويروس دجدي نيولو کچه  ټيټه ده . او ددغه ويروس ګواښ  ډير لوړ دى .
ډاکټر مجروح زياته کړه  چې دکرونا ويروس  دزيات خپرېدو يو دليل دخلکو له خوا  دعامې روغتيا وزارت روغتيايي لارښوونو ته نه پاملرنه ده .
هغه څرګنده کړه چې  دافغان جاپان په روغتون کې  دتشخيص ظرفيت زيات شوى دى . اودبـسترو شمېر هم له زرو بسترو څخه  ١٣٠٠ بسترو ته زيات شوى دى .
هغه ټينګاروکړ چې بايد خلک قرنطين تطبيق اوپه پام کې ونيسي .اودعامې روغتياوزارت په روغتيايي پيغامونو عمل وکړي .
  ختم _ ج _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته