امنیت

دڅوپاکستانيانو په ګډون څه ناڅه ديرش وسله وال طالبان ننګرهار کې ووژل شول.

کابل باختردتلې دمياشتې ١٨ :
په ننګرهار ولايت پوځي مقامات وايي  دپوځي عملياتوپه بهيرکي  دڅو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون  ديرش وسله وال طالبان  ووژل شول.
ددغوپوځي  عمليات په بهيرکي  چې دشيرزاد ولسوالۍ په ځينو سيمو کي پيل شوي و څه ناڅه شل تنه وسله وال طالبان چې ټپيان وو ، ونيول شول.
دغه پوځي عمليات  دملي اردو و پوليسو او دملي امنيت د سلګونو تنو ځواکون په ګډون دوسله والو طالبانو دپټنځايونو دويجاړولو او دخلکولپاره دامنيت دتامينولو په مقصد دسه شنبې په ورځ پيل شول چې اوس هم دوام لري .
دهيواد په ختيځ ګې  دملي اردو  دځواکونو ويندوى جګړن شيرآقا  دباخترآژانس خبريال ګلستان  غالب ته وويل  : چې ددغو عملياتوپه بهيرکي د پاکستاني جګړه مارانو په  ګډون څه ناڅه ديرش تنه  وسله وال طالبان ووژل شول او شل تنه نور يې ونيول شول..
درپوټونوله مخې :  اوس    دشيرزاد  ولسوالۍ  دافغان پوځيانو له  کلابنده شوي ده او  جګړه  دوام لري .
دهاشم خان قول هغه سيمه ده  چې دملي اردو  دځواکونودڅرگندونوله مخې  چې  طالبان پکې  يوستر
دهيواد په ختيځ کې دملي اردو ويندوي وايي  چي دطالبانو له شتون څخه ددغي سيمې  دپاکولو په خاطر هلي ځلې دوام لري.
دسيمي اوسيدونکي وايي  دطالبانو يوې اووه کسيزي ډلې  چې دري تنه يې پاکستانيان دي  تيره شپه  کله يې چې غوښتل  ديومسافر وړونکي موټر په واسطه  دشيرزاد له ولسوالۍ څخه وتښتي دامنيتي ځواکونوله خوا ونيول شول.
له بلي خوا جګړن شيرين اقا وايي  چې افغان ځواکونو په لسګونو ماينونه  چې دوسله والو  طالبانو له خوا دشيرزادولسوالۍ په لاره کي دامنيتي ځواکونو دنه پرمختګ په مقصد ځاى پرځاى کړي و  کشف اوشنډکړاى شول.
په داسي کې چي  ويل کيږي چې وسله وال طالبان په شيرزادولسوالې کي له خپلو پاتي پټنځايونو څخه دتيښې په حال کي دي.
امنيتي پوځي مقامات وايي  چې له جګړه مارانو څخه ددغي ولسوالۍ  تر بشپړي پاکولو پوري عمليات دوام لري.
په دي وروستيو کې  دشيرزاد په ولسوالي کي دطالبانو  او دپاکستاني جګړه مارانو شتون او فعاليت   ددغي سيمي خلک په تنګ راوستي دي .
ددغي ولسوالي ځيني  اوسيدونکي وايي   چې طالبان دخلکو په  په ځورني  لاس پوري کوي او دښوونځيو نجوي ښوونځي ته له تګ څخه منع کوي .
دشيرزادولسوالي يو اوسيدونکى محمداسلم له دولت څخه وغوښتل  چې دطالبانو له شتون څخه ددغي ولسوالې له پاکولو وروسته  په دايمي ډول دي  زيات پوځيان په دغي ولسوالي کي ځاى پرځاى کړي ترڅوخلک وکولاى شي په ارامه  فضا کي ژوند وکړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته