ټولنه

په کابل ښارکې چاودنه وشوه

کابل باختر دغويي دمياشتې ١٣ :
څو شيبې مخکې د کابل ښار د دويم مکروريان په ساحه کې چاودنه   وشوه.
تر اوسه پورې د دغې چاودنې له امله د سر د اوښتي زيان او مالي تاوان په باب خبر نه دى ترلاسه شوى، خو سختوالى يې دومره زيات و چې غږ  يې د  ښار په ډيرو  لــــرو ساحوکې اوريدل  شوى دى او د چاودنې له امله راپورته شوى لوګى هم له لــرې واټن څخه د ليدنې وړ و.
همدا اوس امبولانسونه د پيښې ساحې ته روان دي.
د پيښې جزئيات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته