امنیت

پنځلس تنه ډاراچوونکي ووژل شول

کابل باختر د وږي د مياشتې  ١٦  :
دهېوادپه شمال او شمال ختيځ زون کې پرون دامنيتي ځواکونوله خوا دافغانستان دخلکو پنځلس تنه دښمنان وځپل شول.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبر ورکړ :  دخلکو ددښمنانو دځپلو په خاطر دهېواد ددفاعي او امنيتي قوتونو دګډو عملياتو په بهيرکې دکندز ولايت دقلعه زال ولسوالۍ دوسله والوطالبانو له شتون څخه پاکه شوه او يوولس تنه دښمنان  ووژل شول، اته تنه ټپيان او پنځه ماينونه د ٢٠٩ شاهين قول اردو دپاميرد ٢٠ فرقې دلومړۍ لوا دتطهير ټيم له خواددغې ولسوالۍ  په سړک کې پنځه ښخ کړاى شوي ماينونه کشف اوشنډ کړاى شول.
دغه راز دسمنګانو ولايت په مرکز پورې اړوند دتيخونک ، منقوطن  اوتسمه  په کليو کې  د ٢٠٩ شاهين قول اردو ددويمې پلې لوا دشپږم  کنډک دسرتيرو دعملياتو په بهيرکې  دوه تنه ډار اچوونکي ووژل شول، درې تنه ټپيان ، يو ٨٢ ملي متري توپ  ، يوه پيکا ، درې موټرسايکلونه او دهاوان لس ماينونه د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي او درې ماينونه د ٢٠٩ شاهين قول اردو د
دويمې پلې لوا  دتطهير  ټيم له خوا کشف اوشنډ کړاى شوي دي .
دغه راز  دبغلان ولايت دبشير خان پله او دډنډ شهاب الدين په  ساحو کې  دوسله والو طالبانو په هدفونو د ٢٠٩ شاهين قول اردو ددويمې پلې لوا   دلومړي کنډک ددرندو وسلو د ګوزارونو له امله  دقاري سيدجان او قاري بلال په نومونو  دوسله والو طالبانو دډلې ددوو تنو سرګروپانو په ګډون درې تنه وسله وال مخالفين وژل شوي او درې تنه نور ټپيان شوي دي.
ديوبل خبرله مخې :  دقاري امرالله په سرګروپۍ اووه تنه وسله وال مخالفين له يوې پيکا،يوه توغندي ويشتوونکي، پنځوکلاشينکوفونو،شپږو موټر سايکلونو  او دډول ډول وسلو له يوې اندازې مهماتو سره دسرپل ولايت  په شيرميانو په کلي کې دسولې له بهير سره يوځاى  شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته