ورزش

دافغان او هيواد ټيمونه په خپلو سيالونو بريالى شول

کابل – دلړم لومړى
په هرات ولايت کې دحذفي جام دفوټبال سياليو پرون مازيګر په دوولوبو سره دوام وکړ.
دهرات ولايت دورزشي امريت مرستيال ضيا الحق ضيا باختر آژانس ته وويل په لومړى لوبه کې دهيواد ټيم دصفر په مقابل کې په دريو سره دهرات باستاني په ټيم او په دويمه لوبه کې دافغان ټيم ديوې په مقابل کې په دوو سره دآزادى ټيم ته ماتې ورکړه.
دغه سيالۍ د دوه ويشتو ټيمونو ترمنځ په دغه ولايت کې پيل شوي دي او ټاکل شوې ده نن دکونړ ټيم دپيمان له ټيم سره لوبه وکړى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته