کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢١ :
دپنجشيرولايت دپريان ولسوالۍ په مربوطاتو کې داوبولګولو ديوه کانال دجوړولو کار نن پيل شو.
دپنجشير سيند دحوزې رييس رباني دباخترآژانس خبريال ته وويل : دغه کانال دانرژۍ او اوبو وزارت له پرمختيايي بودجې څخه دپنځو مليونو افغانيو په ټول لګښت د درې سوه پنځوسو مترو په اوږدوالي او ديو متر په لوړ والي په معياري ډول دپريان ولسوالۍ دخاواک په سيمه کې جوړيږي .
ددغه کانال له لارې په پريان ولسوالۍ کې درې سوه جريبه ځمکه خړوبيږي.
رباني زياته کړه: ددغې پروژې په بشپړيدوسره ددغې ولسوالۍکروندګرو ته دکرکيلې ښه زمينه برابريږي .
ټاکل شوې ده ددغې پروژې کار په دريو مياشتو کې بشپړشي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ