فرهنګ

داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ددغه وزارت په خدماتي کارکوونکو دژمنيو جامودويش بهير پيل کړ .

کابل باخترد ليندي پنځه ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت نن  ددغه وزارت  په خدماتي کارکوونکو دژمنو جامو دويش بهير پيل کړل .
   داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت  دمالي ، اداري او ګرځندوى معينېت  له پروګرام سره سم  ددغه وزارت  په  درې سوه  څلور ديرشو  خدماتي کارکوونکو  ژمنى جامې  ويشلې کيږي .
دباختراژانس دخبرله مخې ، په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت  جوړه شوې وه  داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمالي ، اداري او ګرځندوى دچارو معينې  پوهنيارې سيدې مژګان مصطفوي  خبرې وکړې او ويې ويل  چې له قانون سره سم  خدماتي کارکوونکي  په کال کې  ددوو جوړو  ژمنيو او دوبنيو   جامومستحق  کيږي  .
دې زياته کړه دمالي ، اداري او ګرځندوى دچارو معينيت  هڅه اوهاندکوي  چې  دخدماتي کارکوونکو  قانوني حقوق  په بشپړه توګه  ورکړي . 
  دې دغه راز وويل  هڅه کوي  چې  هرکارکوونکى ته يو ژمنى جمپر هم برابر کړي .  په پاى کې دپوهنيارې  مصطفوي او داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دفرهنګي چارودسلاکار  ډاکتر طارق رشاد  او دبودجې  دستر سلاکار  سيد رضا حسيني  له خوا داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت دمرکزپه اووه نوي تنو خدماتي کارکوونکو ژمنى جامې وويشلې شوې .
  ختم_ ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته