امنیت

څلور تنه سيمه ييز قوماندانان په فراه کې ونيول شول

کابلباختردليندۍ  دمياشتې  ٢٦:
دوسله والو طالبانوڅلور تنه  سيمه ييز قوماندانان  تيره شپه  په   فراه کې  ونيول  شول.
دفراه ولايت د ٢٠٧ ظفرقول اردو  د دويمې پلې لوا ويندوى محمدحنيف رضايي باخترآژانس ته وويل : دغه څلور تنه سيمه ييز قوماندانان  دخاک سفيد ولسوالۍ په ننګ آپاد سيمه کې دملي اردو دکوماندو ځواکونو په عملياتو کې ونيول شول.
دخبرځاى دڅرگندونوله مخې : په  نيول شويو کسانو کې دطالبانو ديومشهور قوماندان ملاهاشم  زوي  او  ورور هم  شامل دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته