ورزش

دزورخانه يي ورزش مډال راوړونکى وستايل شول

کابل باخترد لړم د مياشتې  ١٠ :             

داولمپيک ملي کميټې نن زورخانه يي ورزشکاران وستايل .
دباخترآژانس دخبرله مخې :  دغو ورزشکارانو په اندونيزيا کې دزور خانه يي ورزش  له نړيوالو سياليو څخه دسپينو زرو ديو مډال  او دژيړو ديوولسو مډالونو په ترلاسه کولو سره په دريم مقام کې هېواد ته راستانه شول.
په هغې غونډه کې چې له همدې امله داولمپيک دملي کميټې   په مقرکې  جوړه شوې وه ددغې کميټې  سرپرست محمودحنيف له دغو ورزشکارانو څخه  دخوښۍ په څرګندولو په ترڅ کې دورزش په بيلابيلو څانګو کې  دهېواد دورزشکارانو  برياليتوبونه وستايل .
ديادونې وړ ده چې دغه سيالۍ  دروان کال  دتلې دمياشتې  له څوارلسمې نيټې څخه  تر شلمې نيټې پورې  په اندونيزيا کې ترسره شوي دي چې له افغانستان څخه اوو  تنو ورزشکارانو و يوه ښوونکي او دټيم رئيس په دغو سياليو کې ګډون کړى و.
د دغوسياليو لومــــــــړى مقام  ايـــــــران  دويم مقام آذربايجان  او  دريم  مقام افغانستان وګاټه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته