فرهنګ

دتاريخي آْثارو قاچاقو افغانستان زيانمن کړى دى .

نيويارک  باختر دغبرګولي نهمه :
دملګروملتو دسازمان  علمي اوفرهنګي  اداره يونسکو وايي سره له دې چې افغانستان دتاريخي آثارو په لحاظ  يو بډاى  هېواد دى خو قاچاقو او دغې برخې ته نه پاملرنې  ، دغه هېواد زيانمن کړى دى .
ديونسکو  رييسه ميرمن  ايرنا بوکوا  چې ددويم ځل لپاره کابل ته راغلې ده دتاريخي آثارودساتنې لپاره  دپولو کنټرولول ، عامه پوهاوى او په دغه هېواد کې  دظرفيت لوړول مهم بولي .
ميرمن  بوکوا  وايي چې  يونسکو دافغانستان دتاريخي آثارو د قاچاقو  دمخنيوي لپاره نوي پيشنهادونه وړاندې کړي دي چې له مخې يې دنړۍ په ګوټ ګوټ کې ددغو آثارو دقاچاقو مخه نيول کيږي .
  دې وويل :دموزيمونو عالي شورا ديونسکو  په مرسته دتاريخي آثارو دقاچاقو ، وارداتو او صادراتو دمخنيوي لپاره  يو سور لست برابر کړى دى چې هغو اجناسو ته دوارداتو او صادراتو اجازه ورنه کړى شي چې فرهنګي ، هنري او تاريخي  مسئلې  پکې شاملې دي .
ديونسکو  مقامات وايي چې په دغو هڅو  سره يواځې په تيرو پنځو کلونوکې دلندن دهيترو په هوايي ډګر کې ٥ر٣ ټنه مواد ضبط شوي او بيرته افغانستان ته ليږدول شوي دي .
دملګروملتو دسازمان علمي اوفرهنګي ادارې دافغانستان دتاريخي آثارو دساتنې لپاره ددغه  هېواد دجمهور رييس محمد اشرف غني په وړاندې يو وجهي صندوق هم پرانيست
دغې ادارې په څو تيرو کلونوکې دباميانو ولايت دخپلو نوښتونو مرکز بللى دى او په غور کې دجام په څلې سربيره په باميانو کې دبودا مجسمه  هم دنړۍ دتاريخي آثارو په لست کې شامل کړى دى .
دافغانستان حکومت هم دتاريخي  آثارو دقاچاقو له پلوه انديښمن دى .
او وايي چې کال په کال په سلګونو مليونه ډالره  پانګه له دغې لارې  بې درکه کيږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته