ټولنه

د واورې اورښت له امله د بامیانو د قوناق، شاتو، حاجی ګګ او کرمان غاښي تړل شوي دي

کابل/دمرغومي ۱۴مه باختر
د بامیانو د قوناق، شاتو، حاجی ګګ او کرمان غاښي د واورې اورښت او توپان له امله د ترافیکو پرمخ تړل شوي دي.
د بامیانو د فوایدعامې رییس حقمل کندزي د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې د بامیانو یکاولنګ تګلوری او د شیبر غاښی چې واوره پکې لږه ده د ترافیکو پرمخ پرانستې ده او نورې ټولې لارې تر راتلونکې خبرتیا پورې تړلې دي.
د رارسېدلو خبرونو له مخې د قوناق غاښی چې بامیان له دایکنډي سره نښلوي د ترافیکو پرمخ تړلې ده.
دغه راز د واورې د سخت اورښت او توپان له امله د دایکنډي – بامیانو او د کابل – بامیانو لارې د قوناق په غاښي کې تړلې دي.
د بامیانو د فوایدعامې ریاست په یوه خبرپاڼه کې ویلي دي چې د شاتوغاښی هم د واورې اورښت له امله تړل شوی دی.
د یادونې وړده د کرمان غاښی چې د بامیانو د پنجاب ولسوالۍ د غور ولایت د لعل او سرجنګل له ولسوالۍ سره نښلوي هم د واورې د سخت اورښت له امله تړل شوی دی.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته