امنیت

په افغان سرتيرو دبريد سازمان ورکوونکي ونيول شو.

هلمند باختردثور دمياشتي٢٧ نيټه :

هغه سړي چې ويل کيږي  په هلمند ولايت کې  په افغان سرتيرو دخونړي بريد اصلي طرحه کوونکي و نن سهار ونيول شو.

اووه تنه افغان سرتيري دروانې مياشتې په بهيرکې په هلمند ولايت کې دوسله والو طالبانو دچاوديدونکي او وسله والي پيښې له امله وژل شوي دي.

ناټو باخترا ژانس  ته ديوې خبرپاڼې په ليږلوسره   وويل  چې دغه سړي  دنادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو کې  دافغان اوناټو دځواکونو په پوځي عملياتو کې نيول شوي دي .

په دې خبرپاڼه کې ددغه سړي هويت نه دي څرگندشوي  خوويل شوي دي چې ده دهلمند ولايت په لسګونو تروريستي پيښو کې لاس درلود.

دنادعلي ولسوالۍ په مربوطاتو اودهلمندولايت  په نورو سيموکې  دافغان ځواکونو دپلټنې په گرځنده پوستو اوملګي اونظامي تاسيساتو په لسگونو بريدونه ، دماينونو اوبمونو ښخول او دبيا جوړولو په پروګرامو بريدونه په دغه جګړه مار پورې اړوند بلل شوى دى .

ناټو وايي چې ددغو عملياتو په بهيرکې يو زيات شمير نور جګړه مارطالبان هم نيول شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته