کابل باختر دوري ديارلسمه :
نولس تنه ډار اچوونکي په تيرو څلور ويشتو ساعتوکې د قندهار، زابل او د روزګان په ولايتونوکې ووژل شول .
د ٢٠٥ اتل قول اردو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ: دغه ډار اچوونکي د قندهار ولايت د نېش ولسوالۍ، د زابل ولايت د ميزان ولسوالۍ په شربت کلي ساحه او د دغه ولايت د دهراوود ولسوالۍ په مربوطاتوکې ووژل شول.
په دغو عملياتوکې د دښمن يوه اندازه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
0 د یوې دقیقې څخه لږ