_کابل باختر د زمري اتلسمه :
شپږ تنه په نګرهار ولايت کې له يوې اندازې نشه يي توکوسره ونيول شول .
دغو کسانو په جلال جلا توګه غوښتل چې په لسګونو کيلوګرامه چرس او هيروئين نامعلوم ځاى ته قاچاق کړي .
د ننګرهار د والي وياند عطاءالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل چې امنيتي مامورانو دغه شپږ تنه په جلال اباد ښار او د هغه په شاوخواکې نيولي دي .
د يوبل خبر له مخې: شپږ ويشت تنه په ننګرهار ولايت کې د بيلابېلو جنايي پيښو په اړوند نيول شوي دي .
په نيول شويو کسانو دغلا ، شوکمارۍ ، انسان تښتونې او د وژنې تور لګول شوى دى .
ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ