امنیت

په پروان ولايت کې اتلس تنه دجنايي او ترورستي جرمونو په تور په بند محکوم شول

چاريکار – باختر دتلې ٢٤
په پروان ولايت کې اتلس تنه دجنايي او ترورستي جرمونو په تور په بند محکوم شول.
ويل کيږي دغه کسان له يوه څخه تر اتوکلونو پورې د دوى دجرمي عمل په پام کې نيول سره په بند محکوم شول.
دپروان ولايت د استيناف محکمې رييس قضاوت پوه محمد رحيم کريمي باختر آژانس ته وويل: د استيناف محکمې دعامه امنيت ديوان دتورنو کسانو د دوسيو دڅيړنې په پام کې نيول سره پريکړ وکړه چې دغه کسان له يو کال څخه تر اتو کلونو پورې دتنفيذي بند په سزا محکوم شول.
دخبرځاى دڅرګندونو له مخې: دغه کسان د ورانکارو عملونو دترسره کولو ،ماين ښخولو، دطالبانو په ډله کې دغړيتوب او جنايي جرمونو د ترسره کولو په تور په بند محکوم شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته