ښوونه او روزنه

بريتانيا يوشمير تحصيلي بورسونه دافغان محصلانو په واک کې ورکوي .

کابل باختر دوږي شلمه :
په کابل کې دبريتانيا سفارت اعلام کړى دى چې يوشمير  تحصيلي بورسونه  چيفنينګ  افغان محصلانو ته ورکوي .
د بريتانيا سفارت څرګنده کړې ده چې دغه بورسونه د ٢٠١٨ او ٢٠١٩ کلونو لپاره دي او دورکړې پروګرام  يې دروان کال داګست دمياشتې په اوومه نيټه پيل او دنوامبر دمياشتې   تر اوومې نټيې پورې  دوام مومي .
په کابل کې دبريتانيا سفارت وايي چې د  ٢٠١٨  او ٢٠١٩  ميلادي کلونو لپاره  څه دپاسه  ١٥٠٠  تحصيلي بورسونه دنړۍ دبيلابيلو هېوادونو محصلانو ته په پام کې نيول شوي دي .
دغه راز چيفنينګ تحصيلي بورسونه  هغو کسانو ته ورکول کيږي چې دښې رهبرى ځواکمني اوښه علمي سابقه ولري .
دبريتانيا سفارت ويلي دي چې دغه بورسونه راتلوونکو مشرانو دبريتانيا په يوه  ستر پوهنتون کې دماسترى ددرجې دترلاسه کولو په خاطر مالي ملاتړ برابروي .
په همدې ترتيب  دغه سفارت ددغو بورسونو له مينه والو څخه غوښتي دي چې خپل غوښتن ليکونه دې دروان ميلادي کال دنوامبر دمياشتې تراوومې نيټې پورې وليږي .  دغه راز دبريتانيا  سفارت څرګنده کړې ده چې سږ کال هم داسلامي فرهنګ او تمدن او داسلامي ټولنو دزده کړې په برخه کې دمحصلانو دهڅونې او دعلمي څيړنو دترسره کولو په مقصد  داکسفورد پوهنتون داسلامي مطالعاتو په مرکز کې دزد کړې په خاطر  محصلانو ته بورسونه ورکوي .
په همدې  حال کې دلوړو زده کړو وزارت وياند پوهنيار عبدالقهار جواد باختراژانس ته وويل چې دغه بورسونه دبريتانيا دسفارت له لارې ټولو مينه والو ته په ازاد ډول او ددغه سفارت دقواعدو له مخې ورکول کيږي .
ده زياته کړه چې دلوړو زده کړو وزارت په دغو  بورسونو کې کومه لاسوهنه  نه کوي او دپړاونو بشپړول يې هم ددغه وزارت له لارې نه ترسره کيږي او ددغو بورسونو دبرخه والو دزده کړې له پاى ته رسيدو وروسته ، تحصيلي سندونه   په کوربه هېواد کې دافغانستان دسفارت   او دهېواد دبهرنيوچارو وزارت له تاييد وروسته دلوړو زده کړو وزارت هم دهغوى دفراغت  سندونه تاييدوي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته