کابل- باختر دمرغومي دمياشتې ٢٨ :
په نړيوالو بازارونوکې د يوانس سرو زرو په بيه کې د تيرې چارشنبې ورځ په نسبت ١٤ډالره زياتوالي ليدل کيږي.
تيرې چارشنبې په نړيوالو بازارونوکې يو انس سره زر په ١٢٤٠ډالره وړاندې کيده، خو نن په ١٢٥٤ډالره وړاندې کيږي .
د پښتنى بانک د سرو زرو دمارکيټ يو پلورونکى قاهرخان ددغه خبر په تاييدولو سره باخترآژانس ته وويل: اوس يو ګرام مصري سره زره په ٢٥٥٠ افغانيو، کويټي ٢٥٠٠ افغانيو ، سنګاپوري ٢٠٥٠ افغانيو ،بحريني په ٢٤٠٠افغانيو، عربي ٢٠٠٠ افغانيو، ايراني په ١٧٥٠ او يوګرام روسي سره زر په١٧٠٠افغانيو دکابل په بازارونوکې پلورل کيدل.
0 د یوې دقیقې څخه لږ