ورزش

د پنجشير د ځوانانو ټيم په يوه ګول سره وکولاى شول اتلوالي ترلاسه کړي

کابل – باختر د ثور دمياشتې ٢٥
د پنجشير د ځوانانو د فوټبال ټيم د کابل د حذفي جام د ليګ اتل شو .
د کابل دفوټبال فدراسيون مرستيال عبدالبصير قيومي نن د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د کابل د فوټبال د حذفي جام د سياليو په وروستي پړاوکې دپنجشير د ځوانانو او د استقلال ټيمونو لوبه وکړه چې د صفر په وړاندې په يوې سره د پنجشير د ځوانانو ټيم په ګټه پاى ته ورسيده او دغه ټيم د کابل د فوټبال د حذفي جام د ليګ اتل شو .
دکابل د فوټبال دحذفي جام سيالۍ د شپاړلسوټيمونو په ګډون په غازي لوبغالي کې پيل شوې وې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته