ټولنه

په کندز کې د څلورو پروژو کار پیل شو

کابل د وري ٣مه باختر
په کندز کې د څلورو پروژو کار پرون پیل شو.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال بریالي همنوا د خبرله مخې؛ دغه پروژې د څه نا څه ٩ ميلیونو افغانیو په لګښت د کندز ښاروالۍ له بودجې څخه عملي کېږي.
په دغو پروژو کې د کندز ښار د درېیو فرعي کوڅو پخول او د کندز ښاروالۍ د مشورتي شورا د ودانۍ د دویم پوړ جوړول شامل دي.
د کندز والي عبدالجبار نعیمي د دغو پروژو د کار د پرانيستې په وخت کې له خلکو څخه وغوښتل چې په دغه ولایت کې د انکشافي پروژو په ملاتړ سره، د دغو پروژو جدي څارنه وکړي.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته