سیاست

د بزګر د ورځې په منابست د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینا متن:

کابل باختر د وري د مياشتې ١ :
د بزګر د ورځې په منابست د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رئیس محمد اشرف غني د وینا متن:
بسم الله الرحمن الرحیم
هموطنان گرامی!
حلول سال نو هجری شمسی و جشن باستانی نوروز را به شما مردم متدین و فرهنگ دوست افغانستان تبریک و تهنیت میگویم. امیدوارم سال نو هجری شمسی را دور از غم و اندوه با کمال صفا و صمیمیت آغاز کنیم و لطف خداوندِ رحمان در تمام روزهای سال شامل حال ما گردد.
آغاز سال در افغانستان از یک طرف با میله های نوروزی و بهاری و برافراشتن جهنده مبارک در مزارشریف و چندین جای دیگر همراه هست و از جانب دیگر با کشت و زراعت و آبادانی کشور پیوند ناگسستنی دارد. من نیز مناسب می دانم که اهداف و پروگرام های عمده خویش را در ارتباط با زراعت، مالداری، باغداری و جنگل های کشور در این ایام فرخنده سال به افتخار روز دهقان با هموطنانم در میان بگذارم.
اول، غذایي مصونیت:
یوه ډیره مهمه موضوع چې په راتلونکې پنځه کلنه موده کې بهزیاته توجه ورته وکړم، د خوراکي مصونیت د برابرولو مساله ده. غذایي مصونیت له غله جاتو او خصوصاً غنمو سره تعلق لري.
د نفوسو زیاتېدو ته په پام سره به په راتلونکو پنځو کلونو کې د کال لږ تر لږه شپږ نیم میلیونه ټنه غنمو ته ضرورت ولرو خو زموږ په هېواد کې دومره غنم نه تولیدیږي. زموږ پلان دی چې په راتلونکو پنځو کلونو کې په هېواد کې د غنمو پیدوار د کال څلور فیصده زیات او په دې ډول  خپل تولید او مصرف سره نژدې کړو.
به منظور رسیدن به این هدف و حمایت از زارعین، حکومت به دهقانان در تهیه تخم بذری، کودکیمیاوی، و تنظیم و تهیه آب کمک میکند. دولت برای تشویق دهاقین گندم مازاد آنها را خریداری خواهد کرد و از جانب دیگر ادارات امنیتی ، معارف ، تحصیلات عالی و صحت عامه مکلف خواهند شد که گندم مورد ضرورت خود را از دهاقین افغانستان خریداری کنند. واقعا دور از انصاف است که دهقان کشور ما بعد از زحمت چند ماهه  در تشویش باشد که حاصلات دستانِ پر از آبله خود را چطور و کجا به فروش رساند؟
دوهم، آبیاري:
د اوبو او انرژۍ وزارت، زراعت وزارت او نورو مربوطه ادارو ته به وظیفه وسپارل شي چې د زراعتي اوبو د عادلانه او سم وېش لپاره تر وسه وسه په لنډ وخت کې لارې چارې پېدا کړي. دا خبره د منلو نه ده چې ځینې زورور د نورو اوبه په زوره ګرځوي او د اوبو په وېش کې انصاف نه کوي.
په ۱۳۹۴ کال کې په نظر کې ده چې هغه پنځوس زره هکټاره ځمکې ته اوبه برابرې شي چې بې اوبو پاتې وې. دغه راز د یو شمېر پروژو په برکت به دوه سوه زره هکټاره ځمکې ته یو ځل بیا مطمینې اوبه برابرې شي. په دې سربېره په راتلونکو پنځو کلونو کې د آبیارۍ د شبکو، بندونو او کاریزونو د بیا جوړولو او انکشاف لپاره یونیم میلیارد ډالره لګول کیږي. دغه اقدامات به له موږ سره د کلیوالو او دهقانانو د ژوند او اقتصاد په ښه کولو کې ډیره مرسته وکړي. موږ پوهیږو چې که دهقان آباد نه شي، افغانستان به آباد نه شي.

سوم، زمین:
به اساس فیصلۀ چند هفته قبل کابینۀ افغانستان برای اولین بار یک مرجع واحد امور زمینداری،حل مشکلات مردم در زمینه زمینداری،دسترسی سکتور خصوصی به زمین های دولتی جهت سرمایه گذاری در عرصه های مختلف، به خصوص زراعت و صنایع زراعتی که باعث رشد قریه جات میگردد، به وجود آمد.
طبق اصول قبول شدۀ جهانی، ثبت و انتقال زمین از یک شخص به شخص دیگر یک روند اداری است. اما در کشور ما این عملیه با وصف آنکه ماهیت قضایی ندارد توسط محاکم صورت میگیرد، که این کار نه تنها محاکم را در پیشبرد خطوط اساسی تسجیل شدۀ شان در قانون اساسی به کندی مواجه ساخته است، بلکه باعث طولانی شدن پروسه ثبت و انتقال زمین در کشور گردیده است. این امر باعث گردیده است که بیشتر از (80) فیصد زمین و ملکیت در کشور غیر رسمی و غیر ثبت شده باقی بماند که این وضعیت به قدر کافی تاثیرات منفی روی فعالیت های تجارتی بالخصوص بالای سکتور بانکداری بجای گذاشته است.
بنأ جهت تسریع روند ثبت و انتقال زمین در کشور این عملیه را بر طبیعت اصلی خودش که یک روند کاملاً سادۀ اداری است، بر میگردانم و به ادارات ذیربط هدایت میدهم که در زمینه یک طرح منظم و همه جانبه را ترتیب و به کابینۀ کشور ارائه بدارند.
جهت مؤثریت و تقویت هرچه بیشتر فعالیت های مرتبط با امور زمینداری و تنظیم عادلانه و موثر آب، به منظور ایجاد هماهنگی بین ادارات مرتبط با سکتور زمینداری، جلب حمایت ادارات حکومتی به خاطر اصلاحات زمینداری، تصویب ستراتیژی های دقیق اصلاحات زمینداری و تنظیم آبیاری و نظارت از تطبیق درست آنها، حسابدهی درست در حکومتداری امور زمینداری، رسیدگی به ملکیت های غصب شده، حفاظت از ملکیت های شخصی، دولتی و عامه، فراهم نمودن زمینه تطبیق پروژه های بزرگ ملی در این راستا، شورای عالی زمین و آب را ایجاد مینمایم.
څلورم، کوچیان:
د کوچیانو د مشکلاتو حل چې د دوی ژوند ورسره بهتره شي او په هېواد کې د مالدارۍ د انکشاف سبب وګرځي، ژور مطالعات او تحقیقات غواړي. په دې برخه کې حکومت په لنډمهالو، منځ مهالو او اوږدمهالو پروګرامونو کار کوي. مثلاً په ۱۳۹۴ کال کې مې پلان دا دی چې په لومړي ګام کې د کوچیانو په مسایلو باندې د غور لپاره یو کمیسیون موظف کړم. ورپسې بیا د همدې کال په بهیر کې اراده لرم چې د کوچیانو د موسمي مېنو او په دغو مېنو او مېشت ځایونوکې د اوبو د تنظیم او د کوچیانو د تګ راتګ د لارو په اړه مسایلو ته پام واړوم او کار ورباندې وکړم.دا هم باید ووایم چې د کوچیانو او دهنشینو د مشکلاتو د حل لپاره به یوه ملي جرګه جوړه شي.
پنځم باغداري:
د افغانستان د مېوې خوند او کیفیت په دنیا کې مشهور دی. زه ټینګه اراده لرم چې په یو زر او درې سوه څلور نويم کال (۱۳۹۴) او ورپسې څلوروکلونو کې د لوړ ارزښت په مېوو، لکه په انار، مڼې، زردالو، اینځر، بادام، چهارمغز او کشمشو باندې د حکومت او خصوصي سکتور له خوا سرمایه ګذاري وکړم. داسې چې باغونه زیات شي او تصدیق شوي نیالګي باغدارانو ته ورسېږي. دغه راز په دولتي ځمکو باندې د باغونو د جوړولو لپاره به سرمایه ګذارو ته چارې اسانې کړو. د مېوه جاتو د پروسېس مرکزونه به جوړکړو چې باغداران مو لا زیاته ګټه وکړي او د مېوو د صادرولو لپاره به لا فاېده منې لارې چارې ولټوو.
ششم، نباتات صنعتی وتیلی :
افغانستان برای تولید نباتات صنعتی مانند زعفران و پنبه اقلیم مساعد دارد. در پنج سال آینده برای افزایش تولید زعفران، و پروسس ، بسته بندی ، بازار یابی و سستم تصدیق دهی آن تلاش خواهیم کرد.
در قسمت پنبه به دهاقین عزیز خود مژده میدهم که یافتن انواع جدید و پُرحاصل پنبه دانه، افزایش ساحه تحت کشت پنبه و تشویق سرمایه ګذاری خصوصی در عرصه پروسس و ارزش افزایی پنبه از اهداف ماست.
دانه های تیلی بعد از غله جات به عنوان دومین منبع تأمین انرژی در تغذیه انسانها مطرح میباشد، روغن آن مصرف خوارکی و صنعتی و کنجاره آن به دلیل بالا بودن میزان پروتین، خوراکه خوب حیوانات است. استحصال روغن از دانه های روغنی مثل کنجد، زغر، شرشم و پنبه دانه در افغانستان رایج بوده که یک فیصدی کمی روغن مورد ضرورت مارا تشکیل میدهد. افغانستان امروز یکی از بزرگترین واردکننده گان روغن نباتی در سطح منطقه به شمار میرود که تنها در سال 1391 به قیمت مجموعی (390) میلیون دالر امریکایی روغن نباتی وارد نموده است. این وضیعت یک فرصت مناسب برای تحقیق و ترویج انواع دانه های تیلی و تشویق سرمایه گذاری خصوصی در راستای ایجاد مراکز پروسس، تصفیه و بسته بندی این پیداوار است.
اووم، ځنګلونه او ورشوګانې:
الف، طبیعي ځنګلونه،
ځنګلونه د معیشت د برابرولو سبب کیږي، د خاورې د سولېدلو او د سېلابونو د راتلو مخه نیسي او د هوا په پاکوالي او تصفیه کې لویه برخه اخلي. د افغانستان خاوره درې (۳) فیصده ځنګلونو پوښلې وه خو اوس دغه اندازه دوه اعشاریه شپږ فیصده ته راټیټه شوې ده. ځکه خو حکومت ټینګه اراده لري چې د ځنګلونو د ساتنې، احیا او انکشاف لپاره د طبیعي ځنګلونو د غیرقانوني قطع کولو مخه ونیسي، وهل شوي ځنګلونه یو ځل بیا راشنه کړي، د ځنګلونو د محصولاتو په تېره بیا د جلغوزې او پستې په څېر محصولاتو د راټولولو، پروسېس او ارزښت زیاتولو لپاره د محلي شوراګانو په مرسته ګټورې طریقې پیدا کړي او په راتلونکو پنځو کلونو کې د پنځوس فیصده ځنګلونو علمي او تخنیکي سروې تر سره کړي.

ب، جنگلات مصنوعی:
به منظور تصفیه آب وهوا وایجاد فضای سبز در حومه شهرها حکومت مصمم است تا  در سراسر کشور تولید و توزیع نهال های غیرمثمر را افزایش دهد و در اطراف شهر کابل یک کمربند سبز را به مساحت ده( ۱۰) هزار هکتار ایجاد کند.
ج، علفچرونه او ورشوګانې:
ورشوګانې او علفچرونه د څارویو د روزلو او ساتلو او د مالدارۍ د زیاتولو لپاره ډېر ضروري دي. په همدې علت حکومت غواړي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د علفچرونو د تخریب مخه ونیسي او پنځوس زره هکټاره تخریب شوي علفچرونه یو ځل بیا احیا او اصلي حالت ته ستانه کړي. موږ دا پلان هم لرو چې له شګو، بادونو او آبخیزیو څخه د ورشوګانو د ساتنې لپاره مقاوم نیالګي برابر او تکثیر کړو. موږ خپلو مالدارو ته ډاډ ورکوو چې د دوی د څړځایونو د غصبولو او تخریبولو مخه به ونیسو.
د، نباتات طبی
به اساس ارقام در سال ۱۳۹۲ شانزده(۱۶) هزار تُن نباتات طبی به ارزش ۶۴ میلیون دالر ، به خارج از  کشور صادرشده است.
با توجه به نقش واهمیت نباتات طبی در نظر است تا در مدت 5 سال آینده جهت جمع آوری، پروسس، بسته بندی و ارزش افزایی این نباتات  بالخصوص در مورد شیرین بویه وهنگ، با همکاری ومشارکت شوراهای محل طریقه های موفق و کارآمدی را داشته باشیم.
اتم ، مالداري:
زموږ هېواد د وچکالیو په وجه او مالدارۍ ته د لازمې توجه نه کولو په وجه هرکال یوازې یوسلو شپږپنځوس (۱۵۶) زره ټنه غوښه تولیدوي، حال دا چې افغانستان پنځه سوه شل زره (۵۲۰) ټنه غوښې ته ضرورت لري او دا پاتې برخه له خارجي هېوادونو څخه پوره کوو. په هېواد کې د تولیدي او توریدي غوښې او هګیو کالنۍ مجموعې ارزښت دوه زره درې سوه ( ۲۳۰۰) میلیونه ډالرو ته رسېږي چې دیرش (۳۰) فیصده یې په هېوادکې تولیدیږي او پاتې اویا (۷۰) فیصده یې له خارجه را واردېږي. دولت له موجود فرصته په استفادې سره غواړي چې په راتلونکو پنځو کلونو کې د څارویو د نسل اصلاح ته پوره توجه وکړي او د خصوصي سکتور په مرسته د مالدارۍ او مرغدارۍ لوی او تجارتي فارمونه جوړکړي.  دغه راز د ښځو لپاره د کار د برابرولو او د کلیوال اقتصاد د ودې لپاره د چرګانو د کوچنیو او متوسطو فارمونو جوړول په نظر کې لرو. د خصوصي سکتور او کوپراتیفونو په مرسته د لبنیاتو د پروسېس د مرکزونو جوړول هم زموږ هدف دی.
نهم، پارک های صنعتی و زراعتی:
حکومت افغانستان پلان دارد تا در پنج زون کشور پارک های صنعتی -زراعتی را ایجاد نماید. هدف ایجاد این پارک ها بهتر ساختن محیط تجاری، کاهش هزینه تولید امتعه و خدمات، و تشویق سرمایه گذاری های داخلی و خارجی بالای محصولات زراعتی میباشد. این پارک ها شامل چهار بخش عمدۀ ذیل میباشد:
–         مراکز پروسس، ذخایر، سرد خانه ها، بسته بندی و مارکیت خرید و فروش میوه جات تازه و خشک
–         مراکز پروسس، ذخایر، بسته بندی و مارکیت خرید و فروش لبنیات
–         ذخایر ستراتیژیک غله جات، آسیاب ها و مراکز خرید و فروش
–       و بالاخره  مراکز عرضه خدمات معلومات تجاری و زراعتی، لایسنس، تصدیق دهی و لوژیستیکی
دهم، ظرفیت بشري:
منابع بشری در عرصۀ رشد زراعت نقش کلیدی دارد. دولت در تمام بخش های تخصصی سکتور زراعت افراد مسلکی را به کار خواهد گماشت.  بحث های  مشورتی با متخصصین سکتور زراعت و دهاقین جهت شناسایی چالش ها، راه حل ها و فرصت ها برای رشد سکتور زراعت از برنامه های ماست.
قدرمنو وطنوالو،
په داسې حال کې چې د نوي کال د راتلو په مناسبت یو ځل بیا تاسې ټولو ته مبارکي وایم، د الله تعالی په دربار کې دعا کوم چې زموږ هېواد دې په خپل رحم او کرم سره له بدمرغیو، له جنګونو، له شخړو او له طبیعي مصیبتونو وساتي او خوشحالي دې د هر افغان د کور میلمنه شي.
آمین یا رب العالمین
ژوندی دې وي افغانستان
پاینده باد افغانستان

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته