نړۍ

له چين سره په پوله کې دهندي ځواکونو ځاى پرځاى کول

نوى ديلي- باختر آژانس د وږي ٢٩
له هندوستان سره په پوله کې دپوځي تاسيساتو دجوړولو په اړوند دچين له اقدام څخه وروسته ددغه هيواد حکومت په خپلو شمالي او شمال ختيځو پولوکې دتوپچي اوټانګ دقطعاتو په ګډون دقوتونو دميشت کولو په فکر  کې شوي دي .
د راسيدلو خبرونو له مخې، دهند امنيتى ځواکونو دغه راز په پام کې لري چې په دې سيمه کې دخپلو عسکرو شمير د غرني ګوزاريزې قطعې د جوړولو له لارې سلوزروتنو ته ورسوي .
دهند د پي ټي اى خبري آژانس ددغه هيواد دځمکني ځواکونو له خولې  خبر ورکړه چې هند ددغه هيواد په شمالي او شمال ختيځ کې د روسيې ټانګونو او زغره والو وسايطو سمبالوولو دقوتونو دتشکيل په لټه کې دى. هند په خپله خاوره کې دبنسټيزو تاسيساتو دجوړولو په خاطر دچين له اقدام څخه وروسته له چين سره په پوله کې دستراتيژيکو واټونو دجوړولو د اورنا چل پراديش په ايالت کې دکروز توغنديو دځاى پرځاى کولو او په اسام ايالت کې دجنګي جيت الوتکو دځاى پرځاى کولو په ګډون له چين سره په پوله کې دخپلې ځواکمني زياتوالې په مقصد زيات اقدامات ترسره کوي.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته