کابل باختر دغويي دمياشتې ٢٥ :
د ملي دفاع وزارت وياند دولت وزيري نن په يوه خبري غونډه کې د ناتو له غړو هېوادونو او له هغو هېوادونوڅخه چې له تروريزم څخه ځوريږي، وغوښتل چې له ډار اچوونې سره په جګړه کې له افغانستان سره مرسته وکړي.
د باختر آژانس د خبريال دخبر له مخې:
دملي دفاع وزرات وياند دولت وزيري دغه راز د خالد د پسرلنيو عملياتو په باب خبرې وکړې او د هېواد په بېلابېلو سيموکې يې د امنيتي او دفاعي ځواکونو برياليتوبونه او لاسته راوړنې په ګوته کړې او د ناتو له غړو هېوادونو اوله هغو نورو هېوادونوڅخه چې په سيمه کې د تروريزم له شتون څخه کړيږي، وغوښتل چې د افغانستان له دفاعي او امنيتي ځواکونوسره دې مرسته وکړي.
ده د هېواد د شمال ولايتونو په تېره بيا د شمال ختيځو سيمو د نا امن کيدو په باب د يوي پوښتنې په ځواب کې وويل: د ملي دفاع وزارت په تېره بيا د هېواد امنيتي اودفاعي ځواکونه ژمن دي چې د هېواد په ټولو سيموکې بشپړ امنيت تامين کړي او همدا اوس هوايي، ګوزاريز او د کوماندو ځواکونه او د ملي دفاع وزارت ساحوي قطعات له کابل څخه د هېواد شمال ختيځو سيمو په تېره بيا د بدخشان او کندز ولايتونو ته استول شوي دي چې په ډير لنډ ممکن وخت کې دغه سيمې تصفيه او امنيت تامين شي .
ده ژمنه وکړه چې د هېواد دفاعي ځواکونه به د خپل ژوندانه تر وروستۍ سلګۍ پورې هڅه وکړي چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې امنيت تامين شي.
0 1 دقیقه لوستل