ټولنه

دګذرګاه نور خلکو دمخابراتي خدمتونو دپراختيا غوښتنه وکړه .

کابل باختر د زمري دويمه :
دبغلان ولايت دګذرګاه نور ولسوالۍ اوسيدونکو په دغې ولسوالۍ کې دمخابراتي شبکو دپراختيا غوښتنه وکړه .
دګذرګاه نور ولسوالۍ  يوه اوسيدونکي عتيق الله دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې دغه ولسوالۍ  څه دپاسه اولس زره تنه اوسيدونکي لري خو خلک يې په مخابراتي خدمتونو ښه لاسرسى نه لري .
  ده وويل  چې په دې ولسوالۍ کې دافغان بې سيم  يوه  مخابراتي شبکه شتون لري چې په ډيرې سختي  سره تيلفوني خبرې ترسره کېږي .
ده وويل چې دګذرګاه نور خلک په دغې ولسوالۍ کې  دمخابراتي شبکو دپراختيا غوښتنه کوي .
خودبغلان ولايت دمخابراتو او معلوماتي تکنالوژى  رياست سرپرست ويس الدين غوربندي  دګذرګاه نور ولسوالۍ دخلکو په مخابراتي ستونزوبې خبري  وښودله او ويې ويل چې په مخابراتي خدمتونو دهېوادوالو  لاسرسى  دهغوى مسلم حق دى خو ځان مکلف بولو چې ددغې ولسوالۍ داوسيدونکو غوښتنې وڅيړو .
  ختم- ف _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته