امنیت

د غوڅ ملاتړ د ځواکونو مرستیال د بادغیس خلکو ته د همکاریو ژمنه کړه

قلعه نو/ باختر/ د تلې ۱۵مه
د غوڅ ملاتړ د څواکونو مرستیال ګیپ ویل نن بادغیس ولایت ته د خپل سفرپه بهیرکې وویل چې د انتخاباتو د امنیت د تامینولو لپاره د همکاري ته چمتو دی.
د باختر آژانس د خبریال د خبرله مخې:
د ناتو دغه مقام د بادغیس له والي عبدالغفورملکزي سره په کتنه کې وویل چې له ډار اچوونکو سره د مبارزې په لاره کې په دغه ولایت کې له سیمه ییزو ځواکونو سره همکاري کوي او دغه راز انتخاباتوته د سیمو د امنیت د تامینولو لپاره همکاري ته چمتو دی .
له دې مخکې د ۲۰۷ قول اردو قوماندان نورالله قادري هم د هېواد په  لویدیځو ولایتونوکې د انتخاباتو د تامینولو لپاره د خپلوهلو ځلو ډاډ ورکړی و.
ختم/ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته