سیاست

دولسي جرګې دعمومي غونډو اجندا وټاکل شوه .

کابل باختر  دثور پنځلسمه
دولسي جرګې  درييسانو کميټې  غونډه وکړه او دعمومي غونډو  اجندا يې وټاکله .  دولسي جرګې مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبر ورکړ ،  په دې غونډه کې چې  دولسي جرګې درييس عبدالروف ابراهيمي  په مشرۍ او دولسي جرګې ددويم نايب  ډاکتر محمد صالح سلجوقي ، دمنشي دنايب عرفان الله  عرفان ، داتلس ګونو  کميسيونونو  درييسانو او دپارلماني ډلو داستازو په ګډون  جوړه شوه  له غور اوخبرو، دننګرهار ولايت  دګوشتې ولسوالۍ ته  داستول شوي هيئت درپوټ  له وړاندې کيدو او دانتخاباتو دقانون  دطرحې په باب  له خبرو وروسته  دثور دمياشتې شپاړسمه ددوشنبې ورځ  دعمومي غونډې  داجندا په توګه وټاکل شوه .
دانتخاباتو دقانون دطرحې په باب  دخبرو دوام دعمومي غونډې داجندا په توګه  دثور دمياشتې اتلسمه  دچارشنبې ورځ او دماليې دوزير استيضاح دعمومي  غونډې داجندا په توګه  دشنبې ورځ دثور دمياشتې يو ويشتمه نيټه  وټاکل شوه . دغه راز دعمومي غونډې په اجنداکې دانتخاباتو دقانون  دطرحې په باب خبرې ددوشنبې ورځ دثور دمياشتې  دري ويشتمه نيټه  او دعمومي غونډې په اجندا کې دبهرنيو چارو دوزيراو دجمهوري رياست  دملي امنيت دسلاکار استجواب  دچارشنبې ورځ دثور دمياشتې پنځه ويشتمه نيټه وټاکل شوه .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته