امنیت

په پروان کې د وسلواومهماتو يوه زيرمه کشف اوضبط شوه

کابل /د ليندې ٢مه /باختر
د پروان ولايت د استخباراتورياست ځواکونو پرون د اوپراتيفي اوکشفي راپورله مخې په ځانګړوعملياتوکې د پروان مرکز چاريکارو ښار په مربوطاتوکې د وسلواومهماتو يوه زيرمه کشف کړه.
د پروان د استخباراتورياست اداري مرستيال قاري اسد د دغه خبر په تاييدولو سره باختراژانس ته وويل چې له دغه پټنځي څخه ٤٩ کلاشينکوفونه ، يوه پيکا، يوتوغندى ، يو نارنجک اچونکى اويوه زياته اندازه مهمات د پروان ولايت د استخباراتو رياست د ځواکونولاس ته ورغلي دي.
هغه زياته کړه چې د دغې قضيې په اړوند څوک نه دى نيول شوى.
ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته