امنیت

دننګرهار ولايت پوځي مقامات : داعش موږ ته جدي ګواښ نه دى

کابل باختر دچنګاښ دمياشتې  ٦ :
په داسې    حال کې چې دننګرهار ولايت په ځينو سيمو کې دداعش دتروريستي  ډلې د نفوذ  او دفعاليت دپراختيا خبرونه ترلاسه کيږي  پوځي مقامات وايي چې دغه  ډله د ننګرهار ولايت لپاره   جدي ګواښ نه دى .
دوى وايي  چې داعش   دطالبانو په شان  په ننګرهار ولايت کې له پوځيانو سره دمستقيمې نښتې توان نلري .
د داعش  تروريستي ډلې  په دې وروستيو وختو کې دننګرهارولايت په ځينو سيمو کې خپل فعاليت پراخ کړى دى.
نوي خپاره شوي تصويرونه ښيي چې دغه  تروريستي  ډله  په آزادنه ډول  په کليو او بانډو کې   په تبليغاتو  او د سرتيرو  په استخدامولو  لاس پورې کوي.
دغه تصويرونه  دغه راز د دې څرګندوى دي  چې   نقاب لرونکي کسان دداعش دتروريستي ډلې   په  خاصو بيرغونو سره  د اردو  يو سرتيرى د سلګونو کليوالي اوسيدونکو د سترګو په وړاندې وژني.
د ننګرهار ولايت امنيه قوماندان جنرال فضل احمد شيرزاد وايي  چې پوځيان دننګرهار ولايت په بيلابيلو سيمو کې  ديو لړ پوځي عملياتوپه بهېرکې هيڅکله  دداعش دډلې دافرادو له مقاومت  او  خنډ سره نه دي مخامخ شوي .
ده  په داعش پورې اړوند کسان  هماغه يرغلګر طالبان وبلل  چې په تور  دسپين بيرغ په بدلون سره په وژنې او دخلکو دامنيت  په ګواښلو لاس پورې کوي.
جنرال شيرزاد وايي  چې په ننګرهار کې  له  ٢٢ ولسواليو څخه  په ١٨ ولسواليو کې  دولتي ادارې  او ښوونځي  په بشپړه توګه فعال دي   او دامنيتي ځواکونو او دسيمه ييزو مسوولينو  ګڼه  ګوڼه زياته ده .
دغه امنيتي مقام  د خوږياڼيو  ، شيرزاد ، سپين غر او  د دربابا ولسوالۍ   هغه ولسوالۍ وبللې   چې دتروريستي ډلو دشتون  په پام کې نيولو سره  امنيتي چلنجونه پکې شته .
په هغې غونډه کې   چې له همدې امله  جوړه شوې وه  دننګرهار ولايت دملي امنيت  د ادارې مرستيال  ، ددغه ولايت امنيه قوماندان  او دسيلاب قول اردو د څلورمې لوا يو قوماندان  وويل  ،  چې دملي اردو ، ملي پوليسو او دملي امنيت منسوبينو په ګډه   يوازې  په وروستيو  دوو  اوونيو کې  ددغه ولايت په ځينو سيمو کې اووه  پوځي عمليات ترسره کړي دي چې په هغو کې په لسګونو کلي  دتروريستي ډلو له شتون څخه پاک شوي دي او دغو ډلو ته دسر درانده زيانونه اوښتي دي.
دغه پوځي مقامات وايي چې دنويو  عملياتو  په پيلولو سره هلې ځلې کوي  چې ددغه ولايت  ټولې سيمې  دخلکو دعادي ژوندانه لپاره  خوندي کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته