کابل/ د تلې ۸ مه/باختر څلور وسله وال طالبان پرون په بلخ ولایت کې له امنیتي منسوبانو سره په نښته کې ووژل شول. د۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند محمد حنیف رضایي باختر آژانس ته وویل چی دغه وسله وال طالبان د بلخ ولسوالۍ د چهارسرکې په علم خېلو او بازارخېلو، د نهر شاهي ولسوالۍ په جوی افغان او د چمتال ولسوالۍ په آسیاب خان کليوکې له امنیتي منسوبانو سره په څو نښتوکی ووژل شول. رضایي زیاته کړه چې په نښتوکې څلور نور وسله وال طالبان ټپیان شوي دي. پای/شکریه
0 د یوې دقیقې څخه لږ