روغتیا

يو ويشت درملتونونه ، لابراتوارونه اوکتنځي وتړل شوې .

کابل باختر دوري نهمه :
  دکابل په ښار کې  يو ويشت شخصي درملتونونه ، لابراتوارونه او کلينکونه  له روغتيايي مقرراتو څخه دسرغړونې  په خاطر دعامې روغتيا وزارت دموظفينو  له خوا وتړل شول
دعامې روغتيا وزارت دقوانينو دڅيړنې او تطبيق رييس ډاکتر  سيد ابراهيم کامل نن دباختراژانس خبريال ته وويل ددغه رياست دموظفينو دڅيړنې په بهيرکې  په تيره يوه اوونۍ کې  شپاړلس  شخصي درملتونونه ، دوه کتنځي  ، دوه لابراتوارونه او يو تشخصيه کلينيک  دعامې روغتيا له مقرراتو څخه دسرغړونې  له امله ديوه ټاکلي وخت لپاره  تړل شوي دي .
متصديان به تر هغه وخته پورې  چې خپلې نمګړتياوي  لرې نه کړي  دبيا فعاليت اجازه ترلاسه نه کړي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته