امنیت

درې وسله وال طالبان په بادغيس کې ووژل شول

کابل/باختر/ د زمري٨مه
د بادغيس سيمه ييز مسوولين په هغو عملياتوکې چې تېره شپه په دغه ولايت کې ترسره شول، د درېيو وسله والو طالبانو د وژل کېدو خبر ورکوي.
د بادغيس د قادس ولسوالۍ سرپرست توريالي احمدي د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د هېواد هوايي ځواکونو د دې ولسوالۍ په نخچرستان سيمه کې پر دښمن بريد وکړ چې له امله يې د يوه سرګروپ په ګډون درې وسله وال طالبان ووژل شول او يو شمېر نوريې ټپيان شول.
په بريد کې څو جنګي وسايل او د دښمن يو موټر په بشپړ ډول له منځه لاړل.
ختم- سعيده – اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته