امنیت

په فراه کې په امنيتي پوستو د طالبانو بريدونه شنډ شول

کابل – باختر د وري دمياشتې ٤
د فراه ولايت په بالا بلوک ولسوالۍ کې د ملي اردو د ځواکونو په امنيتي پوستو د طالبانو په بريدونوکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.
د فراه ولايت امنيه قوماندان مل پاسوال توريالي عبدياني د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه پيښه تېره شپه هغه وخت رامنځته شوه چې يوې ډلې وسله والوطالبانو د ملي اردو په پوستو بريدونه وکړل چې د امنيتي ځواکونو له سخت مقاومت سره مخامخ شول او د دواړو لورو ترمنځ د جګړې سبب شول.
د خبرځاى د څرګندونو له مخې: په دغو جګړوکې دوه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او څلور تنه نوريې ټپيان شول.
خبرځاى زياته کړه: په دغو جګړوکې د ملي اردو يو سرتيرى هم شهيد شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته