کابل باختر د وږي د مياشتې ٥ :
دتيرو ٢٤ ساعتو په بهيرکې دهېواد په بيلابيلو سيمو کې ډاراچوونکو او دهېواد دښمنانو ته دسر دروند زيان اوښتى دى.
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ :
دافغانستان ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو دتيرو ٢٤ساعتو په بهيرکې دننګرهار ، کندز ، غزني ، قندهار ، سرپل ، غور ، پکتيا، ميدان وردګو، بادغيس ، روزګان ، تخار ، بغلا ن او دهلمند د ولايتونو په يوشمير ولسواليو کې د ډاراچوونکو دځپلو او دخلکو دسر او مال دساتنې په مقصد ګډ يرغليز عمليات ترسره کړل چې له امله يې د ډار اچوونکو د٤تنو قوماندانانو په ګډون ٦٢ تنه ډار اچوونکي ووژل شول ، ٢٢ تنه نور ټپيان او ٩ تنه يې ونيول شول.
دغه راز ددغو عملياتو په بهېرکې د ملي اردو ١١تنه منسوبين شهيدان شوي دي
0 1 دقیقه لوستل