نړۍ

دپاکستان داوسپنې د پټلۍ وزير داسلام ضد فلم جوړونکي دوژنې لپاره جايزه وټاکله

اسلام اپاد  باختر  د تلي  دويمه
  دپاکستان داوسپنې دپټلۍ وزير غلام احمد  بلور  دمسلمانانو دبيګناهي  په نامه داسلام ضد فلم جوړونکي دوژنې لپاره سل زره ډالره جايزه ټاکلي ده .
دپاکستان داوسپنې پټلۍ وزير دغه کار مقدس تکليف وباله او ويلي يې دي چې دغه جايزه به له خپل جيب څخه ورکړي .
  دپاکستان دحکومت يو ويندوى ددغه وزير څرګنونې  غندلي دي او ويلي يي دي چې دولت دبلور پرخلاف  د مناسب اقدام د څيړنې په حال کې دي .
دبلور  څرګندونې دپاکستان له پوليسو  او په دغه فلم داعتراض کوونکو د نښتي  له امله ددرې ويشتو تنو له وژل کيدوڅخه يوه ورځ وروسته شوي دي .
په خبرونوکې ويل شوي دي چې په پاکستان کې د تيري جمعې په مظاهرو کې  ٢٥٠ تنه نور ټپيان شوي دي .
دپاکستان حکومت مخکې  له دې په دغه هيواد کې دارامو اعتراضونو او غونډو دجوړولو غوښتنه کړې وه او دجمعې ورځ يې دمسلمانانو دپيغمبر  حضرت محمد( ص)   سره دمينې ورځ بللې وه .  خو دپاکستان په بيلابيلو ښارونوکې اعتراض کوونکو په مظاهرو لاس پوري کړ او هلې ځلې يې  وکړي چې ځانونه دامريکايي ديپلوماتانو داستوګنې سيمي ته ورسوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته