اقتصاد

د مالیې وزیر د خواف – هرات دریمې ریل پټلۍ د ایښودو پرانیسته وکړه

کابل_ باختر د وږي د مياشتې١٨مه :
د ایران خواف او افغانستان هرات د دریمې ریل پټلۍ د ایښودو کار پرون د مالیې وزیر ښاغلي اکلیل حکیمي او د ایران د لویو لارو او ښارجوړونې وزیر ښاغلي عباس اخوندي له خوا د افغانستان او ایران په سرحدي سیمه شمتیغ کې پرانیستل شو.
باختر آژانس ته په را رسيدلي خبرکې ويل شوي دي:
د پرانیستې په مراسیموکې چې د افغانستان او ایران اړونده چارواکو او په افغانستان کې د ځینو هېوادونو سفیرانو ګډون کړی وو، د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د هرات خلکو ته مبارکي وویله او دغه پروژه یې ډیره مهمه وبلله.
حکیمي ویې ویل چې ددې لیکې له لارې افغاسنان کولی شي چې له مرکزي آسیا او اروپا سره وصل شي. د افغان حکومت پالیسې داده چې افغانستان له واردوونکي هیواد څخه په صادروونکي بدل کړي او دغه پروژه د ترانسپورټ په پراختیا او د دواړو هیوادونو ترمنځ د ترانزیټ په تجارت او د عوایدو زیاتوالي له پاره ډیره ګټوره ده. د ریل پټلۍ په جوړیدو سره سوداګر کولی شي چې په کم لګښت او لنډ وخت کې خپل مالونه د ریل ګاډي له لارې صادر او وارد کړي.
نوموړي د بروکسل کنفرانس ته د افغان حکومت چمتووالي، له کنفرانس څخه د ترلاسه کیدونکو پایلو او له فساد سره د مبارزې په اړه هم معلومات ورکړل.
د ایران د لویو لارو او ښار جوړونې وزیر عباس اخوندي د افغانستان له مالیې وزیر څخه مننه وکړه او ويې وویل: د دې ریل پټلۍ په جوړولو سره به د افغانستان او ایران ترمنځ اقتصادي او سوداګريزې اړیکې لا پیاوړې شي او مونږ هڅه کوو چې خپلو همکاریو ته نوره پراختیا هم ورکړو.
د خواف – هرات د ریل پټلۍ دوه پروژې د ۷۶ کیلومترو په اوږوالي د ایران په خاوره کې بشپړې شوې او دریمه او څلورمه یې د افغانستان په خاوره کې جوړیږي چې د دریمې برخې مالي لګښت د ایران له خوا ورکول کیږي او څلورمه د افغانستان په ملي بودجه جوړیږي.
د ریل پټلۍ دریمه لیکه ۶۲ کیلومتره اوږدوالی لري چې د چاه سرخ په سیمه کې چې د دواړو هیوادونو ترمنځ صفري نقطه ده، پیل شي او د ۱۳۹۵ کال تر پایه پورې به د غوریانو ولسوالۍ د روزنګ تر کلي پورې وغځول شي.
د خوښۍ خبره داده چې له چين څخه د منځني اسيا هیوادونو له لارې د ٦٨ واګونو لرونکى اورګاډى چې پکې د افغان سوداګرو مالونه بار دي، تېره شپه ناوخته د بلخ ولايت حيرتان بندر ته ورسيد.
د یادونې وړ ده چې د پرانیستې په دغو مراسیمو کې د مالیې او فواید عامې وزیرانو، د ایران ترانسپورټ وزیر، د کورنیو چارو، بهرنیو چارو او ترانسپورټ وزارتونو معینانو، په افغانستان کې د آسیا پراختیایي بانک رئیس، د افغانستان لپاره د ملګرو ملتو ځانګړی استازی، په کابل کې د ایران، چین، ایټالیا، جاپان، ترکمنستان او هندوستان سفیرانو، د ملي شورا استازو، د هرات والي او د اړوندو ادارو نورو چارواکو ګډون کړی وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته