امنیت

په بغلان کې يو ماشوم دخپل پلار دقاتلينو له وژلو وروسته : ما په خپله غچ واخست.

کابل – باختر د وږې دمياشتې ٢٢
يو ماشوم په بغلان ولايت کې دوه تنه چې ويل کيږي دهغه پلاريې وژلى  و په ډزو سره  ووژل .
دغه ماشوم په داسې حال کې چې دامنيتي ځواکونو له خوا نيول کيده وويل : دولت په اتو کلونو کې زما دپلار دقاتلينو په مجازاتو اقدام ونه کړ له همدې امله په خپله لاس په کار شوم او دخپل بيګناه پلار دوينې غچ مى له ظالمانو څخه واخست.
دغه ماشوم چې اوولس کلن دى او د ده صلاح ولسوالۍ دکم يخلردسيمې اوسيدونکې دى .
پوليس وايي دغه ماشوم  پرون  مازيګر په پټه  دوه  تنه  چې ويل کيږي  اته کاله مخکې  يې دهغه بزګر  پلار وژلى و  په ډزو سره  ووژل .
دغه ماشوم په داسې حال کې چې ژړل  يې وويل ،  څلور کلن وم چې دغو کسانو زما بزګر پلاريې  وواژه  خو دولت هغوى ته د سزا ورکولو په برخه کې کوم اقدام ونه کړ،  له همدې امله ما به خپله دخپل پلار د ونيو غچ واخست  .
دبغلان ولايت د ده صلاح ولسوال عبدالخليل رحيمي باختر آژانس ته وويل  :
دغه ماشوم ددغو دوو تنو له وژلو وروسته دامنيتي ځواکونو له خوا ونيول شو.
ويل کيږي چې د دغه دوولس کلن ماشوم  د ډزو له امله  د ووژل شويو يو خپلوان
هم ټپي شوى دى  .
په همدې حال کې د ده صلاح دسيمې اوسيدونکي   په دولت انتقاد کوي چې مجرمينو ته يي سزانه ده ورکړې او وايي چې زبرځواکو ته دغه قضايي مصونيت عادى  خلکوته يي ژوند سخت کړي دي
د ده صلاح ولسوالۍ يو سيمه ييز مشر عبدالمنان وايي د دولت له خوا له قانوني څارنې څخه د زبرځواکو مجرمينو مصونيت د دې سبب شوى دى  چې خلک دامنيتي ځواکونو او عدلي او قضايي ارګانو په نسبت خپل باور له لاسه ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته