سیاست

ډاکتر عبدالله په انتخاباتوکې د خلکو د مشارکت غوښتنه وکړه

کابل/ د تلې ۶ مه / باختر
ډاکترعبدالله عبدالله نن د راى ورکولو په وخت کې په دغه بهيرکې د خلکو د پراخ مشارکت غوښتنه وکړه.
د باختر آژانس خبريال د خبرله مخې: ډاکتر عبدالله چې د نادريې ليسې په مرکزکې د راى ورکولو لپاره راغلي و؛ وويل: انتخابات د ولسواکۍ په لور يون دى او د دې زمينه برابروي، خلک هغه څوک انتخاب کړي چې د هېواد د رهبرۍ وړتيا ولري.
ډاکتر عبدالله وويل: د رايو صندوقونو ته تلل يو ملي مسووليت دى او خلک بايد خپل دغه مسووليت ادا کړي او له شک پرته چې د افغانستان خلک خپل دغه مسووليت درک کړى دى.
هغه وويل: د انتخاباتو او د خلکو له خوا د زعيم د ټاکنې په شتون کې، د سولې بهير به په هېواد کې خپل تحرک پيدا کړي.
  ختم -ج -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته