امنیت

امنيتي ځواکونو روسيې سفارت ته څيرمه ټول يرغلګر ووژل .

کابل باخترد تلي څوارلسمه :
دټولو ډار اچوونکو په وژل کيدو سره په کابل کې  دروسيې  سفارت ته په  څيرمه ساحه کې عمليات پاى ته ورسيدل .
يوشمير ډار اچوونکي تيره شپه داتوبجو په شاوخوا کې داستوګنې يو کورته چې ويل  کيږي دروسيې سفارت ته څيرمه په يوه دولتي  مقام پورې اړوند ميلمستون دى ننوتل او له هدف پرته  په ډزو يې پيل وکړ .
عيني شاهدانو د باختراژانس  خبريال ته وويل چې يوه ډار اچوونکي لومړى په چاوديدونکو توکو بار ديوه موټر په واسطه  ځانمرګى  بريد وکړ اويوشمير نور يې دغه کورته ننوتل .
ددوى دڅرګندونوله مخې  له دغې پيښې  څخه څو دقيقې وروسته دغه ساحه  دهيواد دپوځيانو له خواکلابنده شوه او پوځيانو ددغې پيښې  دکنترولولو په مقصد دسپکو وسلو خورې ورې ډزې پيل کړې چې دشپې ترنيمايي  پورې يې دوام وکړ .
دکابل ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند څارمن عبادالله  کريمي دباختراژانس خبريالې فريبا  احسان زاده ته وويل  چې دغه پيښه دټولو ډار اچوونکو په وژل کيدو سره پاى ته ورسيده .
دخبرځاى دڅرګندونوله مخې  په دې پيښه کې ملکي وګړو او پوځيانوته دسرزيان نه دى اوښتى خو اووه تنه پوليسان برسيرن ټپيان شوي دي .
ده زياته کړه يرغلګرو  سپکې وسلې او لاسي بمونه  له ځان سره لرل او پوليسو  د يرغلګرو د بريدونو دشنډولو په مقصد له دقت او زغم څخه کار واخيست چې شاوخوا کورونو اوخلکو ته زيان ونه رسيږي .
  کريمي دغه راز وويل  دپوليسو له خوا  دغې ودانۍ ته دڅيرمه کورونو تشولو وخت ونيوه  له دې امله عملياتو هم زيات دوام وکړ .
ويل کيږي چې په دغو عملياتو کې ديوه ځانمرګي په ګډون څلور تنه ډار اچوونکي ووژل شول او داستوګنې  يوشمير کورونو ته هم زيان اوښتى دى .
ذبيح الله  مجاهد چې ځان دطالبان وياند بولي په خپل فيسبوک کې ليکلي دي چې طالبانو دعلاوالدين  په څلور لارې کې د استخباراتو دادارې په يوه مرکز بريد وکړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته