کابل باختردکب دمياشتې١٥ نيټه :
په لغمان ولايت کې د هېواد د ملي دفاعي او امنيتي ځواکونو د عملياتو په دوام اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د ملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ.
دغه عمليات دلغمان ولايت د مرکز او د دغه ولايت دالينګار ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شول چې له امله يې اته تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
د يوبل خبرله مخې ؛ ډار اچوونکو پرون د ننګرهارولايت د بټي کوټ ، غني خيلو ، ، بهسودو او د کامې د ولسواليو په مربوطاتو کې د وسايط او پرسونل ضد لس ماينونه ځاى پرځاى کړي و چې، له چاودنې مخکې د امنيتي او دفاعي ځواکونوله خوا کشف اوشنډکړاى شول. پاى ذکرالله
1 د یوې دقیقې څخه لږ