امنیت

په ننګرهار کې دبهرنيو ځواکونو په کاروان ځانمرګي بريد .

کابل باختر د ثور   ١٢:
په ننګرهار  ولايت کې دامريکايي ځواکونو دسپرلۍ په کاروان ځانمرګي  بريد وشو . 
ويل کيږي په دې بريد کې امريکايي عسکرو او دسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى .
درارسيدلو خبرونوله مخې يوځانمرګي يرغلګر  دجلال اباد ښار ته څيرمه خپل بمي موټر دامريکايي عسکرو دسپرلۍ  کاروان ته څيرمه وچاوه .
دننګرهار دوالي وياند عطاالله خوږياڼي باختراژانس ته وويل په دې بريد کې يواځې يرغلګر وژل شوى دى بهرنيو ځواکونو او دسيمې خلکو ته زيان نه دى اوښتى .
دغه پيښه پرون ناوخته ټيک هغه وخت چې امريکايي عسکر غوښتل جلال اباد ښار ته ننوځي رامنځه شوه .
طالبانو ددغه بريد مسووليت په غاړه اخستى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته