فرهنګ

ډاکتر رهين : د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دتوان تر پولې پورې دښځو دګټورو پروګرامونو منعکس کولو ته پاملرنه کړې ده .

کابل – باختر دسلواغې دمياشتې ٢٣
د  اطلاعاتو او   فرهنګ وزير   ډاکتر سيدمخدوم    رهين نن په  هيواد کې دښځو دحقوقو د دفاع له يو شمير فعالينو سره په غونډه کې وويل : د اطلاعاتو اوفرهنګ وزارت د توان تر پولې پورې  ښځوته  دګټورو  پروګرامونو منعکس کولوته  پاملرنه کړې ده .
دباختر آژانس دخبريال دخبرله مخې :   په دې غونډه کې چې د طلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو د معينې سيمين حسن زاده او ديو شمير رييسانو په ګډون جوړه شوې وه  دښځو دحقوقو يو شمير فعالينو ، دښځو پرخلاف د تاوتريخوالي دکمښت ، په انتخاباتو کې د ګډون په خاطر دښځو هڅولو او دروږ دو ښځو دحالت دڅرنګوالي په لاره کې دخپلو اړوندو مرکزونو کارونه  بيان کړل .
دحقوقو فعال مقدس اتلوال  په بيلابيلو کچو دښځو دټاکنې په خاطر د اطلاعاتو او فرهنګ له  وزارت څخه مننه وکړه   او ويې ويل ، رسنۍ  بايد دهغو پروګرامونو په خپرولو کې چې د ښځو دستونزو ښکارندوى  دي   زياته پاملرنه  وکړي .
ډاکتر رهين په لڼدو خبرو کې وويل  چې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د  امکان تر پولې پورې  دښځو دستونزو په منعکس کولو کې هلې ځلې کړې دي او په  دې لاره کې يې پاملرنه کړې  ده .
په دې غونډه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دخپرونو دچارو معينې هم خبرې وکړې  په بيلابيلو برخو کې دښځو دحقوقو دتامينولو په لاره کې د ښځو دکارونو  له امله قدرداني وکړه او ويې ويل دښځو دستونزو  منعکس کول او په خپلو حقوقو او  وجيبو  دښځو پوهاوى اساسي اصل دى  .
دغه راز  دباختر آژانس مرستيالې ماري نبرد آئين  د دولتي رسنيو او په تيره بيا دباختر آژانس  دکارونو په باب دښځو دحقوقو مدافعو فعالينوته معلومات ورکړل او ويې ويل باختر آژانس دمعتبرې دولتي رسنۍ په توګه هره  ورځ دهيواد دښځو دحالت په باب خبرونه او رپوټونه   لري او دښځو په  باب د پيښو په منعکس کولو
د لومړى لاس خبر وړاندې کوي او په يو  ډول نه يو ډول دچارو مسولين خبروي.
دې دغه راز وويل  که چيرې دحقوقو فعالين دښځو د ستونزو دحل کولو په لاره کې برياليتوب  ولري باختر آژانس  به دهغه په منعکس کولو کې مخکښ شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته